Pashto Test
Last modified on 2011-11-30 19:33:16 GMT. 3 comments. Top.
د لوی اختر د مبارکۍ پيغام او د لمانځه خبرتيا! په بريتانيا کې د ميشتو افغانانو ټولنه د سپيڅلي لوی اختر په مناسبت ټولو لروبرو او په نړۍ کې خوَرو افغانانو، په بريتانيا کې اوسيدونکو وطنوالو او د نړۍ يونيم مِليارد مُسلمانانو ته مُبارکي وايي . د ټولنی رهبري هيئت تاسو ټولو قدرمنو ته خواست کوي چې د قـُربانيو د دې لوی اختر د مُبارک لمانځه په پای کې زموږ په محبوب تاريخي هيواد افغانستان کې ددې روان ملت وژونکي اوږده وحشي جنګ او نيواک د ختم، زموږ د تاريخي پراخ هيواد د سرتاسري مِلي وحدت او ډېر مُستحکم، ډېر زورور اوډېر عادِل او قانونسالار مرکزي حاکميت د تائمين او ولسي ښيرازۍ دپاره دُعا وکړئ . د اختر لمونځ د نوامبر په شپاړسمه ، په سهِ شنبیِ ، د اختر په اوله ورځ، د ګهيځ په لسوبجو، د پخوا په څير، د ټولنیِ په مرکز کې ترسره کيږي . تر لمانځه، دُعاوو او مُبارکيو وروسته د ځوانانو د ميلو،ساتيريو او افغاني اتڼونو دپاره وخت او ځای په پام کې نيول شوي دي . دټولنیِ پته
: West Acton Community Centre Churchill Gardens London W3 0JN 020 8993 2129 begin_of_the_skype_highlighting 020 8993 2129 end_of_the_skype_highlighting & 020 8993 8168 begin_of_the_skype_highlighting 020 8993 8168 end_of_the_skype_highlighting سيدجان کارواني په بريتانيا کې د ميشتو افغانانو د ټولنیِ مشر

Some really superb blog posts on this site, thankyou for contribution.
Stay ifnoarmtive, San Diego, yeah boy!
Essays like this are so important to broadening poelpe’s horizons.